د فراه ولایت ځایي چارواکي وایي، چې په دغه ولایت کې د کرنیزو محصولاتو د راټولولو او وېش اسانتیاوو لپاره د خصوصي سکټور له لوري د ۱۵۰ میلیونو افغانیو په لګښت د يوه مارکيټ جوړولو چارې پيل شوې دي. د مسوولینو په خبره دغه مارکيټ په ۳۵ جریبه ځمکه جوړېږي، چې ۲۳۰ دوکانونه به ولري. سرچینې ویلي، چې د ياد مارکيټ په جوړېدو سره به د محصولاتو راټولول، لېږد او د ګڼې ګوڼې ستونزه کمه او سوداګرو او بزګرانو ته به اسانتیاوې برابرې شي.








