دوشنبه, اگست 17, 2026
English
STR News
  • کورپاڼه
  • وروستی خبرونه
  • رسنۍ
  • حقوقي مسایل
  • څېرې خپرونه
  • د ټولنې هنداره
  • ټکنالوژي
  • د ماشوم ادبیات
  • +CCTV
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • وروستی خبرونه
  • رسنۍ
  • حقوقي مسایل
  • څېرې خپرونه
  • د ټولنې هنداره
  • ټکنالوژي
  • د ماشوم ادبیات
  • +CCTV
  • زموږ په اړه
No Result
View All Result
STR News
No Result
View All Result

د افغانستان او چین د بهرنیو چارو وزیرانو ټیلیفوني خبرې کړې دي

STR NEWS by STR NEWS
مارچ 13, 2026
4 0
0
د افغانستان او چین د بهرنیو چارو وزیرانو ټیلیفوني خبرې کړې دي
5
SHARES
21
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي او د چین ولسي جمهوریت د سیاسي بیرو غړي او د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي تېلېفوني خبرې کړې دي. په دې مکالمه کې دواړو لورو د افغانستان او چین ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا، د سیمې پر امنیتي وضعیت او د روانو سیمه‌ییزو تحولاتو پر اغېزو تفصیلي خبرې وکړې. مولوي امیرخان متقي د ا. ا. ا د بهرني سیاست پر اقتصادمحوره تګلارې ټینګار وکړ او ویې ویل چې افغانستان له ټولو ګاونډیو او د سیمې له هېوادونو سره د باور، متقابل احترام او اقتصادي همکاریو د پراختیا غوښتونکی دی. نوموړي همداراز د سیمې وروستي امنیتي حالات یاد کړل او ټینګار یې وکړ چې اس-لامي ام-ارت د هر ډول کړکېچ د حل یوازینۍ لار ډیالوګ او ډیپلوماسي بولي. د بهرنیو چارو وزیر د پاکستان له لوري د افغانستان پر ملي حاکمیت د وروستیو تیریو په اړه د اس-لامي ام-ارت موقف هم شریک کړ او څرګنده یې کړه چې افغانستان د خپل ولس او ځمکنۍ بشپړتیا د دفاع مشروع حق لري، خو په عین حال کې د کړکېچ د پراخېدو پر ځای د سیاسي حل ملاتړ کوي. متقي زیاته کړه چي د پاکستان په بمباریو او توغندیزو بریدو کي زیاتره ولسي وګړي ښځي او ماشومان په نښه کیږي او ملکي تاسیسات تخریبوي چي ښه بیلګه یې د تیري شپی د کابل او کندهار بریدونه دي.  وانګ يي د افغانستان او چین ترمنځ د مثبتو اړیکو د لا پیاوړتیا پر اهمیت ټینګار وکړ او څرګنده یې کړه چې چین د سیمې د ثبات او امنیت لپاره سیاسي تفاهم او د ستونزو د حل میکانیزمونه مهم بولي. نوموړي همداراز د افغانستان له ډیالوګ محوره دریځ څخه هرکلی وکړ او څرګنده یې کړه چې د عامو خلکو او ملکي تأسیساتو په نښه کول ورته د منلو وړ نه دي. وانګ يي همداراز د افغانستان او پاکستان ترمنځ د وضعیت په اړه وویل چې پوځي اقدامات د ستونزو د حل لاره نه ده او له دې سره د کړکېچ سطحه نوره هم لوړیږي. هغه زیاته کړه چې چین د تفاهم او باور د رامنځته کېدو لپاره د رغنده رول لوبولو ته چمتو دی.

Advertisement Banner
STR NEWS

STR NEWS

Recommended

م.م: په ۲۰۳۰ کال کې به میلیونه کسان د خوړو له ناامنۍ سره مخ وي
وروستی خبرونه

م.م: په ۲۰۳۰ کال کې به میلیونه کسان د خوړو له ناامنۍ سره مخ وي

اگست 17, 2026
ټرمپ؛ له سویلي کوریا سره د ګډو پوځي تمرینونو د کمولو امر کړی
وروستی خبرونه

ټرمپ؛ له سویلي کوریا سره د ګډو پوځي تمرینونو د کمولو امر کړی

اگست 17, 2026
ډبلیو ایچ او: واکسینونه د ژوند په ټولو پړاوونو کې مهم دي
روغتیا

ډبلیو ایچ او: واکسینونه د ژوند په ټولو پړاوونو کې مهم دي

اگست 17, 2026

Popular Playlist

Currently Playing

د اسلامي امارت پنځه کاله؛ پرمختګونه، اقتصادي لاسته راوړنې او سترې پروژې

د اسلامي امارت پنځه کاله؛ پرمختګونه، اقتصادي لاسته راوړنې او سترې پروژې

د اسلامي امارت پنځه کاله؛ پرمختګونه، اقتصادي لاسته راوړنې او سترې پروژې

ابادي او بیارغونه
تلپاتې ژوند

تلپاتې ژوند

د ټولنې هنداره
د اکسوس خپرندویه ټولنې د نوې ودانۍ پرانیسته؛ د کتاب مینه‌والو لپاره نوې هیله

د اکسوس د نوې ودانۍ پرانیسته؛ د کتاب مینه‌والو لپاره نوې هیله

پوهنه
په یوه کال کې له ۴۳ زرو ډېر ماینونه او ناچاوده توکي خنثی شوي

په یوه کال کې له ۴۳ زرو ډېر ماینونه او ناچاوده توکي خنثی شوي

د ټولنې هنداره
د ترانزيت وصل او د فرصتونو شريکولو په نوم انلاېن غونډه تر سره شوه

د ترانزيت وصل او د فرصتونو شريکولو په نوم انلاېن غونډه تر سره شوه

اقتصاد او سوداګري
  • کورپاڼه
  • وروستی خبرونه
  • رسنۍ
  • حقوقي مسایل
  • څېرې خپرونه
  • د ټولنې هنداره
  • ټکنالوژي
  • د ماشوم ادبیات
  • +CCTV
  • زموږ په اړه
Call us: +93 202502100 | +93 7779896996

Designed and Developed By iCode Software Company © 2021 STR News. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In

Add New Playlist

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • وروستی خبرونه
  • رسنۍ
  • حقوقي مسایل
  • څېرې خپرونه
  • د ټولنې هنداره
  • ټکنالوژي
  • د ماشوم ادبیات
  • +CCTV
  • زموږ په اړه

Designed and Developed By iCode Software Company © 2021 STR News. All rights reserved