د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دفاع وزارت ته امر کړی چې له سویلي کوریا سره د ګډو پوځي تمرینونو کچه د پام وړ راټیټه کړي. نوموړي د دې پرېکړې لپاره د شمالي کوریا له مشر کیم جونګ اون سره خپلو ښو اړیکو او د ایران په اړه د واشنګټن د هڅو لپاره د سویلي کوریا د نههمکارۍ موضوع یاده کړې ده. ټرمپ دغه پوځي تمرینونه له شمالي کوریا سره د اړیکو له پلوه نامناسب بللي او ویلي یې دي چې د دغو تمرینونو لګښت هم لوړ دی. د امریکا او سویلي کوریا کلني ګډ پوځي تمرینونه د شمالي کوریا د احتمالي برید پر وړاندې د دواړو هېوادونو د چمتووالي او ګډې دفاع لپاره ترسره کېږي. سږکال تمرینونه، چې «اولچي فریډم شیلډ» نومېږي، د اګست له ۱۷مې تر ۲۷مې پورې پلان شوي دي.








