د روغتیا نړیوال سازمان (ډبلیو ایچ او) وايي، واکسیناسیون د ژوند له ماشومتوبه تر زړښت پورې د بېلابېلو ناروغیو په مخنیوي کې مهم رول لري. یاد سازمان پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې ډېری واکسینونه د ژوند په لومړیو دوو کلونو کې ورکول کېږي، ځکه په دې موده کې د ماشومانو دفاعي سیستم لا د ودې په حال کې وي. ډبلیو ایچ او زیاته کړې، واکسینونه د امیندوارۍ پر مهال د مور او ماشوم په ساتنه کې هم مرسته کوي او له مور څخه ماشوم ته د ناروغیو پر وړاندې د خوندیتوب انټيباډي لېږدولای شي. د دغه سازمان په وینا، واکسینونه په ډیر عمر کې هم د سختو ناروغیو د خطر او اغېزو په کمولو کې مهم رول لري.








