د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په سوریه کې پر امریکایي سرتېرو شوی برید غندلی دی. د امریکایي چارواکو په وینا، دغه برید چې د سوریې د امنیتي ځواکونو د یوه غړي له لوري ترسره شوی، دوه امریکایي سرتېري او یو ژباړن پکې وژل شوي دي. د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، بریدګر د امریکایي او سوریایي ځواکونو یو ګډ کاروان په نښه کړی و. ټرمپ ویلي، دا پېښه د سوریې په یوې ناامنې سیمه کې شوې چې بشپړ کنټرول پرې نشته.








