د کینیا په سامبورو ولسوالۍ کې د سیاحتي چورلکې د غورځېدو له امله ۷ کسان وژل شوي چې پنځه یې امریکايي وګړي دي. د پولیسو د لومړنیو مالوماتو له مخې، چورلکه د چهارشنبې په ورځ د لویسابا طبیعي خوندي سیمې پر لور د الوتنې پر مهال غورځېدلې ده. په پېښه کې ټول ۷ سپاره، چې ۶مسافر او یو پیلوټ وو، وژل شوي دي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم تایید کړې چې پنځه امریکايي وګړي په پېښه کې وژل شوي دي. د پېښې د علت په اړه څېړنې روانې دي.








