د پاکستان د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې خبر ورکړی، چې د چنګاښ له پنځمې نېټې راهیسې تر اوسه لږ تر لږه ۷۰۰ کسانو د سېلابونو او سختو ورښتونو له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. د یادې ادارې مسوولین وایي، چې تر دې دمه له سېلاب ځپلو سیمو څخه له ۲۵زرو زیات کسان ژغورل شوي دي، خو د هېواد په شمال لوېدیځو سیمو دقربانیانو مړي لا هم موندل کېږي او ګڼ شمېر کسان لادرکه دي. د راپورونو له مخې، خیبر پښتونخوا ایالت تر ټولو ډېر زیان لیدلی، او لرې پرتې غرني ولسوالۍ لکه «بونیر»د تراژېدۍ په اصلي مرکز بدل شوي دي.








