په افغانستان کې د امریکا پخواني سفیر رونالډ نیومن ویلي، واشنګټن کولی شي په کابل کې خپل سفارت بېرته پرانیزي، خو دا کار باید د ا.ا په پالیسیو کې د مشخصو بدلونونو په بدل کې ترسره شي. نیومن، چې له ۲۰۰۵ تر ۲۰۰۷ کال پورې په افغانستان کې د امریکا سفیر و، له آی۲۴ نیوز سره په خبرو کې ویلي، سره له دې چې د واشنګټن او کابل ترمنځ ژور اختلافات شته، له ا.ا سره د امریکا د عملي تعامل لپاره ځینې مهم دلایل هم موجود دي. د یادونې وړ ده، چې د امریکا سفارت په کابل کې د ۲۰۲۱ کال له اګست میاشتې راهیسې تړلی دی او د افغانستان په اړه د امریکا ډېری دیپلوماتیک فعالیتونه له هېواده بهر ترسره کېږي.








