د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د شاوخوا ۶ زره بهرنیو محصلينو ویزې یې د بېلابېلو لاملونو له کبله لغوه کړي دي. د دغه وزارت په وینا، نږدې ۴۰۰۰ ویزې د امریکا د قوانینو د سرغړونو له امله باطلې شوې دي. همداراز د کډوالۍ د قانون د درېیمې مادې پر بنسټ له ۲۰۰ تر ۳۰۰ ویزې د ترهګریزو فعالیتونو له کبله لغوه شوې دي. چارواکي وایي، د ویزو د لغوه کېدو لاملونه کې د قانون نقض، د جرمونو ترسره کول او د ترهګرۍ سره تړاو شامل دي.








