زرګونه اسراییلیانو د خپلو اسیرانو د خلاصون او غزې جګړې د پای ته رسولو غوښتنه کړې، خو د دغه هېواد لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو ويلي، د خطر له منځه وړو لپاره اړینه ده، چې ماموریت بشپړ شي او د فلسطین وسلهواله ډله ماته شي. په اسراییلو کې پرون سهار زرګونه لاریون کوونکو د یو عمومي کاربندیز په ترڅ کې چې د تښتول شویو کسانو د کورنیو او د جګړې قربانیانو د خپلوانو له خوا اعلان شوی و، کوڅو او لارو ته راووتل. دوی د جګړې د پای ته رسېدو او د ټولو اسیرانو د خوشې کېدو غوښتنه وکړه. د اسراییل صدراعظم بنیامین نتنیاهو ادعا کړې چې دغه اعتصاب له حماس سره اوربند ته رسېدل ستونزمنوي او د اسیرانو د تبادلې احتمال لرې کوي.








