د اندونیزیا په پلازمېنه جاکارتا کې د نن سهار مهال زلزلزلې لسګونه کسان ټپیان کړي دي. د یاد هېواد د طبيعي افتونو ملي ادارې ويلي، چې دا زلزله د جاکارتا سولاويسي په مرکزي برخه کې شوې، چې شدت یې د ريښتر په کچه شپږ اعشاریه صفر درجې و. سرچینې ویلي دا زلزله چې د ۱۰ کیلومتره په ژوروالي رامنځته شوې، د پوزو په سیمه کې حس شوې او شاوخوا سیمې یې هم لړزولي دي. په دې زلزله کې ۲۹ کسان ټپیان شوي، چې د ۲ ټپيانو روغتیايي وضعیت د اندېښنې وړ دی.








