رویټرز راپور ورکړی، چې د بحرین ولیعهد او لومړي وزیر شهزاده سلمان بن حمد ال خلیفه د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره په واشنګټن کې د لیدنې پر مهال اعلان کړی، چې دغه هېواد به په امریکا کې د صنعت، ټکنالوژۍ او انرژۍ په برخو کې د ۱۷ میلیارد ډالرو په ارزښت پانګونه وکړي. د سپینې ماڼۍ یوه چارواکي چې نوم یې نهدی ښودل شوی، ویلي چې له دې پانګونې څخه نږدې ۷ میلیارد ډالره به د ۱۲ بوینګ الوتکو او ۴۰ جنرال الکتریک الوتکې انجېنونو د اخیستلو لپاره ځانګړې شي، ترڅو د بحرین ملي هوايي شرکت “ګلف اېر” ته وسپارل شي. سرچینې زیاته کړې، چې دا نوې موافقه به نږدې ۳۰ زره کاري فرصتونه په امریکا کې رامنځته کړي.








