د ا.ا ستره محکمه وايي، چې په تېرو پنځو کلونو کې د ا.ا د مشرتابه د لارښوونې او د سترې محکمې د رییس د حکم له مخې ۱۶ زره او ۴۶۰ بندیان بښل شوي او د ۱۱ زره او ۱۵۹ نورو بندیانو د بند موده کمه شوې ده. د سترې محکمې په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې اوس مهال د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې ۱۴ نظامي محکمې فعالیت کوي. د خبرپاڼې له مخې، د سترې محکمې رییس په تېرو پنځو کلونو کې یو شمېر ولایتونو ته سفرونه هم کړي او له سیمهییزو چارواکو سره یې د خلکو د ستونزو د حل او قضیو ته د رسېدنې په اړه خبرې کړې دي.








