د لوګزامبورګ د کورنیو چارو وزیر لئون ګلودن ویلي، چې له دغه هېواده افغانستان ته د هغو افغان اتباعو د بېرته ستنولو لپاره باید له ا.ا سره خبرې وشي، چې په تاوتریخوالي پورې اړوندو جرمونو محکوم شوي دي. نوموړي له «لوکزامبورګر وورت» ورځپاڼې سره په مرکه کې ویلي، چې په دې اړه یې له الماني چارواکو سره هم خبرې کړې دي او المان د افغان مجرمانو د بېرته ستنولو په بهیر کې د همکارۍ لپاره چمتووالی ښودلی دی.








