د اسراییلو پوځ ویلي چې د غزې په شمال کې د یوه راکېټي برید په نتیجه کې يې درې سرتېري وژل شوي او یو افسر سخت ټپي شوی دی. د پوځ په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه برید د حماس له لوري د جبالیا په سیمه کې پر یوه اسراییلي ټانک شوی، چې له امله یې درې تنه وژل شوي او یو افسر په سخت حالت کې روغتون ته وړل شوی دی. د “اسراییل ټایمز” ورځپاڼه راپور ورکړی چې پېښه پرون ماسپښین د غزې په شمال کې رامنځته شوې ده.








