د اروپايي ټولنې د سوداګرۍ وزیرانو د دوشنبې په ورځ په بروکسل کې د يوې ناستې پر مهال د ډونالډ ټرمپ له خوا پر اروپايي وارداتو د ۳۰ سلنه تعرفو اعلان په بشپړه توګه د نه منلو وړ بللی دی. دوی وويل چې د دې پرېکړې پر وړاندې به د متقابلو اقداماتو نوی لېست چمتو کړي. د یادې ټولنې د سوداګرۍ استازو ویلي، چې د ۲۷ غړو هېوادونو لپاره داسې وړاندیزونه شته چې د ۷۲ ميليارده يورو (شاوخوا ۸۴ ميليارده ډالر) امريکايي واردات اغېزمنوي. دا تعرفې به د اګست له لومړۍ نېټې پلي شي، خو اروپايي ټولنه هیله لري، چې تر هغه وخته له واشنګټن سره یوې هوکړې ته ورسېږي.








