نیویارک ټایمز راپور ورکړی چې په خیبرپښتونخوا کې ماین چاودنې پنځه پاکستاني پوځيان وژلي او ۱۱ نور یې ټپيان کړي دي. د راپور له مخې دا چاودنه چهارشنبه د جولای پر ۲مه د خیبرپښتونخوا ایالت په باجوړ کې شوې ده. راپور زیاتوي چې د پېښې ټپيان روغتون ته وړل شوي او د ځينو روغتیايي وضعیت نازک ښودل شوی دی. تر اوسه هېڅ ډلې د چاودنې مسوولیت منلی نه دی، خو په باجوړ کې یوه امنیتي چارواکي ویلي چې برید د پاکستاني طالبانو له خوا شوی دی. دا په داسې حال کې چې درې ورځې وړاندې هم ۱۳ پاکستاني پوځيان په یوه موټر بم برید کې وژل شوي وو.








