د امریکا بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن په یوه ناڅاپي سفر عراق ته تللی دی. رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې انتوني بلېنکن د عراق له لومړي وزیر، محمد شیاع السوداني سره سوریه کې د نوي حکومت په تړاو خبرې کړې دي. نوموړی تر دې وړاندې د ترکیې په سفر کې هم د دغه هېواد د بهرنیو چارو له وزیر هاکان فیدان سره پر دغه موضوع خبرې کړې وې. د امریکا بهرنیو چارو وزیر د منځني ختیځ دغه سفر سوریه کې د لږکیو حقونو په پام کې نیولو سره د یوه ټولګډونې حکومت جوړولو په تړاو له ترکي او عربو چارواکو سره د کتنو په موخه پيل کړی دی.








