د هوا پېژندنې ادارې نن او سبا د هېواد په ۲۸ ولایتونو کې د واورې، تېز باران، تالندې او سېلابونو راوتلو اټکل کړی دی. دغې ادارې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د سالنګونو په ګډون په بدخشان، تخار، کندز، بلخ، سمنګان، بغلان، نورستان، کونړ، لغمان، ننګرهار، پروان، پنجشېر، کاپیسا، کابل، میدان وردک، لوګر، پکتیا، خوست، پکتیکا، غزني، ډایکندي، بامیان، سرپل، زابل، روزګان، کندهار، هلمند او غور ولایتونو کې به د باران کچه د ۱۵تر ۵۰ ملي مترو پورې وي.








