د پکتیکا ولایت د ګومل سیندیزې فرعي حوزې مسوولینو خبر ورکړی، چې د دغه ولایت د اومني ولسوالۍ د ګیناوې کلي چکډېم د جوړولو چارې د ۲ میلیونه ۲۹۷ زره افغانیو په لګښت پيل شوې دي. سرچینې زیاته کړې چې یاد چک ډېم د ۳۰ متره اوږدوالي د ۵.۵ متره لوړوالي رغول کېږي چې د ۳۷ زره او ۳۴۳ متره مکعب اوبو د ذخیره کول وړتیا لري. د یو بل خبر له مخې په ورته مهال د میدان وردګو سیندیزې حوزې مسوولینو هم ویلي، چې د یاد ولایت په دایمیردادو ولسوالۍ کې د ۴.۵ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه چکډېم د جوړولو چارې پیل شوې دي.