د کابل امنیه قوماندانۍ په یوه خپره کړې خبر پاڼه کې ویلي، چې د کابل – جلال اباد پر لویه لار د یوې ترافیکي پېښې له امله ۶ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د کابل د امنیې قوماندانۍ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې دا پېښه تېره ورځ د کابل په سروبي ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده. د خبرپاڼې له مخې دغه پېښه هغه مهال رامنځ ته شوه، چې یو کرولا موټر له غره سره ټکر وکړ، او له امله یې ۵ تنه مړه شول او یو بل کس ټپي دی. دا په داسې حال کې ده چې، په دې وروستیو کې په هیواد کې ترافيکي پېښې زیاتې شوې او لامل لامل یې د موټر چلولو د اصولو او مقرراتو نه مراعتول او د کم عمره کسانو له خوا د موټر چلولو په ګډون ګړندى تګ ښودل شوی دى.