د هرات ولایت د انجیل ښاروالۍ مسوولینو خبر ورکړی، چې په تېر ۱۴۰۲ لمریز کال کې یې ۳۱ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي دي. د یاد ولایت د انجیل ښاروال، د تېر یوه کال راپور په وړاندې کول سره ویلي چې تېر کال یې ۵۴ پروژې پلي کړي او پر مټ یې زرګونه کسانو ته د کار زمینه برابره کړې وه. نوموړي دغه راز ویلي، چې تېر کال یې ۳۱ میلیونه افغانۍ عواید هم راټول کړي دي. د یادونې وړ ده، چې یادې ښاروالۍ ته په راتلونکي کال کې ۳۸ میلیونه افغانۍ عوایدو د راټولولو ټارګټ ورکړل شوی دی.