د روغتیا نړۍوال سازمان په یوه خپره کړې خبر پاڼه کې، د ملاریا د نړۍوالې ورځې په مناسبت ویلي، چې د پام وړ هڅو سره بیا هم په ۲۰۲۳کال کې په افغانستان کې د ملاریا پېښې ۱۸۰۷۸۱ ته رسېدلې وې. په خبر پاڼه کې ویل شوي، چې دغه شمېر کې د ۲۰۲۲کال پرتله ۳۰سلنه زیاتوالی راغلی او د ۲۰۲۱کال پرتله بیا دوه برابره لوړ شوی دی. د دغه سازمان په خبره، افغانستان په ختیځې مدیترانه کې د اټکل شويو لوړو قضیو له مخې پنځم ځای لري. یاد سازمان زیاته کړې، چې یاد شمېر ته په کتو، دا په ټول افغانستانکې د ملاریا د کنټرول هڅو ته بېړنۍ اړتیا په ګوته کوي.