د هیواد پخواني ولسمشر حامد کرزي د نېکمرغه کوچني اختر په مناسبت په خپله اېکس پاڼه په یوه لیکلي پیغام کې ویلي، چې دازموږ ملي وجیبه ده چې په پوره اتحاد او اتفاق او ورورگلوۍ د خپل هېواد د آبادي او پرمختگ لپاره زیار وباسو او اوږه په اوږه پرمخ ولاړ شو. په بیان کې ویل شوي، چې دا هرڅه له تعلیم او پوهې سره تړلي دي او پرته له هغه ناممکن دي، چې هیواد به مو پرمختګ وکړي. نوموړي زیاته کړې که چېرې غواړو چې خپلواک، آباد او مترقي هېواد ولرو نو لازمه ده چې د هېواد د بچیانو(نجونو او هلکانو) تعلیم ته اساسی او جدي پاملرنه وکړو او ژر تر ژره د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونو دروازې پرانیزو. دا په داسې حال کې ده، چې پخواني ولسمشر حامد کرزي په وار وار له سرپرست حکومت څخه د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو د پرانیستو غوښتنه کړې ده.








