د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وایي، له پاکستانه د کډوالو جبري ایستل کېدو لړۍ له پیله تر دې مهاله ۹۲ زره ۲۸۶ کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې شوې دي. د یاد وزارت د ننګرهار ولایت د کډوالو چارو رییس بازمحمد عبدالرحمن له قوله راپور ورکړی چې د یادو کورنیو د وګړو شمېر ۵ لکه ۳۵ زره او ۵۶۲ تنه کېږي چې په جبري ډول هېواد ته راستانه شوي دي. عبدالرحمن ویلي، د بېرته راستنو شویو کورنیو ۷۰ سلنه یې په ننګرهار ولایت کې ځای پر ځای شوې، چې د سرپرست حکومت او موسسو له لوري ورسره په بېلابېلو برخو کې مرستې شوې دي. نوموړي زیاته کړې، چې ممکن له را روان کوچني اختر وروسته د بېرته راستنېدونکو کډوالو دویمه جوپه پیل شي، او مرستندویه بنسټونه باید په دې برخه کې مرستې وکړي.








