د ترکي رسنیو د راپورونو له مخې د دغه هیواد د غازي انتپ ښار پولیسو په یوې لارۍ او د سون توکو له یوه ځایه څخه د ۵۲ افغان کډوالو د نیولو خبر ورکړی دی. د یاد ښار پولیسو ویلي، چې دوه کډوال د اکسیجن د کمښت له امله مړه شوي او د ۷ نورو وضعیت د اندېښنې وړ دی. د پولیسو په خبره؛ موټر چلوونکی او دوه نور کسان د پېښې په تړاو نیول شوي دي. ترکيې په تېرو دوو ورځو کې څه باندې ۹۰ افغان کډوال په بېلابېلو ښارونو کې نيوليدي. د یادولو وړ ده، چې د ترکیې د اماسیا ښار پولیسو تېره ورځ هم په یوه موټر کې چې خوراکي توکي یې لېږدول، د۴۰ تنه افغان کډوالو د نیولو خبر ورکړی و. دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو میاشتو کې په ترکیهکې د ناقانونه کډوالو بیا په ځانګړې توګه د افغان کډوالو د پېژندلو او نیولو لړۍ د پام وړ زیاته شوې ده.








