د کابل ښاروالۍ پر خپله اېکس پاڼه خبر ورکړی، چې د لسمې ناحیې اړوند په ۱۱م ۱۴م، ۱۵م او ۲۵م ګذرونو کې د فرعي سړکونو او کوڅو جوړولو ۴ پروژې بشپړې کړې دي. د کابل ښاروالۍ مسوولین وایي، چې دغه پروژې د کابل ښاروالۍ له خوا او د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر په مرسته د هغو سیمو د اوسېدونکو د ستونزو د هواري په موخه چې له ښاري آسانتیاوو څخه بې برخې دي پلې شوې دي. د مالوماتو له مخې په ټولیزه توګه په دې پروژو ۲۸ میلیونه افغانۍ لګښت راغلی او د ۳ میاشتو په موده کې یې د جوړېدو چارې بشپړې شوې دي. د یادولو وړ ده، چې د دغو پروژو له لارې هره ورځ ۲۰۰ تنه ښاریانو ته د کار زمینه هم برابره شوې وه.








