د راپورونو له مخې د ترکیې پولیسو د خوراکي توکو په یو موټر کې ۴۰ تنه افغان کډوال نیولي دي. دغه کډوال د اماسیا پولیسو د لاریو کتلو پر مهال پیژندلي او نیولي دي. ویل کیږي دغه افغان کډوال به د اداري مراحلو له ترسره کیدو وروسته له ترکیې واېستل شي. ترکي رسنیو د اماسیا ښار د پولیسو په قول ویلي، چې دغه افغان کډوال هغه مهال ونیول شول چې له اغرې ښار څخه استانبول ته پر لار وو. ډیری دغه کډوال د یوې میرمنې په ګډون د ۱۸ او ۲۵ کلونو ترمنځ عمری لري. دغه کسان په اړوند ښار کې د بهرنیو وکړو مرکزونو ته لیږدول شوي ترڅو افغانستان ته واستول شي. ترکيې په دې وروستيو کې د کډوالو د پيژندلو او نيولو د بهير د ګړندي کولو لپاره ګرځنده ګزمې زياتې کړي دي. بلخوا د ګډوالو د حقونو فعالان بیا دغه کړنه ناقانونه بولي.








