د ننګرهار د مومندرې ولسوالۍ په دامان، هزارناو، ګردي غوث او ډکې سيمو کې سېلابونو د جلال اباد – تورخم لويې لارې ځينې برخې ویجاړې او په سلګونه جریبه کرنیزه ځمکه او فصلونه يې له منځه وړي دي. د تورخم – جلال اباد لاره چې، ځينو سيمو کې د موټر پرمخ تړل شوې د دفاع وزارت ځايي مسوولينو، د لارې پرانېستو لپاره هڅې پيل کړي دي. د مومندرې سربېره بټي کوټ، نازيان او اچين ولسوالیو کې هم سېلابونو خلکو ته زیانونه اړولي دي. د دغو سېلابونو له امله د اوښتو ځاني تلفاتو په اړه معلومات نه دي ورکړل شوي.








