د روسیې حکومت راتلونکې اونۍ په لسګونو زره روسان جبري عسکري خدمت ته بولي ترڅو په پوځي لیکو او احتیاطي ځواکونو کې د پرسونل اړتیا پوره کړي. که څه هم مسکو ويلي چې عسکرۍ ته غوښتل شوي کسان به د جګړې لپاره اوکراین ته نه لیږل کیږي خو په روسیه کې داسې اوازې خپرې شوي چې کرملین د اوکراین د جګړې لپاره نوي خوځښت ته تیاری نیسي. روسیه په کال کې دوه ځله د دغه هېواد اتباع جبري عسکرۍ ته غواړي. په روسیه کې د ۱۸ او ۳۰ کلونو ترمنځ عمر لرونکي نارینه جبري عسکرۍ ته جلبیږي او مکلف دي چې ۱۲ میاشتي پوځي خدمت وکړي.








