پاکستان د افغان کډوالو د ایستلو په دویم پړاو کې د هغو افغانانو چې د اې سي سي يا افغان وګړو کارډ په نامه اسناد لري، افغانستان ته د بېرته ستنولو لړۍ پیلوي. له دې وړاندې په لومړي پړاو کې پاکستان د هغو افغان کډوالو چې قانوني اسناد يې نه لرل، په زور افغانستان ته لېږلي دي. د خيبر پښتونخوا د اطلاعاتو وزير وايي، مرکزي حکومت دوی ته سپارښتنه کړې چې د اې سي سي کارډ لرونکو افغان کډوالو په اړه معلومات راټول کړي چې شمېر یې څومره دی او په کومو سيمو کې ژوند کوي. نوموړي د دغو کډوالو د ايستلو او يا ځانګړې نېټې په اړه څه نه دي ويلي خو يوه چارواکي د پاکستان ډان ورځپاڼې ته ويلي چې د مرکزي حکومت له منظورۍ وروسته به د دغو کسانو د بېرته ستنولو لړۍ په اوړي کې پیل شي.








