په تورخم کې دواړو لورو ته ځينې ناروغ لرونکي وايي چې د لارې بندېدو دوی له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي او مسوولین باید ژر تر ژره دغه ستونزه حل کړي. دغه ناروغان، ننګرهار کې د یوه کمېسیون له لوري تر ثبت وروسته، له ویزې او پاسپورټ پرته، پاکستان ته تلل، خو اوس ورته د پاکستان له لوري اجازه نهورکول کېږي. تورخم لاره له تېرو درېیو ورځو راهیسې د هغو ناروغانو پر مخ تړلی شوې چې ویزه او پاسپورټ نهلري. د ننګرهار ولایتي چارواکي وايي، د یادې ستونزې د حل په موخه یې له پاکستاني لوري سره خبرې کړې دي.








