د اطلاعاتو او کلتور وزارت د کلتور او هنر مرستیال د کلتوري ميراثونو د ساتنې د نړۍوالې ورځې په نمانځغونډه کې ویلي، چې د څو لسیزو څه باندې ۶۰ زره بېلابېل اثار په ملي موزيم کې ساتل کېږي. نوموړي ویلي، په وروستي یوه کال کې د ملي موزيم د اثارو د ساتنې تر څنګ پر دې بريالي شوي دي چې د هېواد له بېلابېلو ولايتونو سلګونه لرغوني او کلتوري اثار کشف او د هېواد ملي موزيم ته ولېږدوي. د ملي موزيم رییس صبغت الله عابد وايي چې، يو شمېر کسانو او هېوادونو کلونه کلونه هڅې وکړې چې د هېواد کلتور او لرغوني اثار له منځه یوسي. عابد زیاتوي، دوی هڅه کوي چې افغاني کلتور ژوندی وساتي او ساتنه یې وکړي. بل پلو، د اطلاعاتو او کلتور وزارت نشراتي مرستیال وايي، د سرپرست حکومت مشر په هېواد کې د لرغونو او کلتوري اثارو د قاچاق او پلور د مخنیوي امر کړی دی.








