د ننګرهار ولایتي چارواکي وايي، چې پاکستان پرون يو ځل بيا د هغو ناروغانو پر مخ د تورخم دروازه وتړله چې قانوني اسناد نه لري. د ننګرهار د اطلاعاتو او کولتور رياست د اطلاعاتو امر صدیق الله قریشي وايي، په ننګرهار کې د ناروغانو د تشخیص ځانګړي کمېسون ته پاکستاني چارواکو پرون ناوخته ویلي، هغو ناروغانو ته به اجازه نه ورکوي چې ویزه ونه لري. هغه له ناروغ لرونکو غوښتي چې کمېسیون ته تر بلې خبرتیا پورې له ورتګ څخه ډډه وکړي.








