د یوه فعال تعلیمي بنسټ د ترسره کړې سروې له مخې په پاکستان کې د افغان کډوالو تر ۵ لکه ډېر ماشومان له زده کړو بې برخې دي. د( الف اعلان ) په نوم دغه بنسټ پرون ویلي، چې د پاکستان په ښارونو او کمپونو کې د ۵ او ۱۶ کلونو ترمنځ۵۷۰ زره افغان ماشومان ښوونځیو ته له تلو پاتې دي. د دې بنسټ په خبره، دا شمېر د کډوالو لویه کمېشنري هم تاییدوي. یاد شمېر دې ته په کتو زیات دی، چې د تېر کال له اکتوبر وروسته پاکستان نیم میلیون ډېر افغان کډوال بېرته افغانستان ته جبري ډول استولي دي.








