د ملګرو ملتونو سرمنشي په افغانستان کې د ښځو وضعیت د ښځو د حقونو په برخه کې د نړیوالو د پاتې راتلو یو څرګند مثال وباله. انتونیو ګوترېش پرون د مارچ په اتمه د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت په یوه وینا کې ویلي، چې د افغان نجونو ډېره برخه له تعلیمي سیستم څخه بې برخې دي. هغه زیاته کړه چې د ښځو د حقونو په مسئله کې ناکامي په ټوله نړۍ کې پرمختګ له ګواښ سره مخامخ کوي. ګوترېش د نړۍ پر حکومتونو غږ وکړ چې ښځو او نجونو ته د انډول حق یقیني کولو ته لومړیتوب ورکړي. په عین حال کې د افغانستان لپاره د امریکا سفارت وايي چې امریکا به د افغان ښځو د حقونو ملاتړ وکړي. دې سفارت په یوه بیان کې چې پرون، د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت یې خپور کړی ویلي چې امریکا به د زده کړو، اقتصاد، کار او د بشري آزادیو په نورو برخو کې د افغان ښځو او نجونو ترڅنګ وي.








