کابل کې د افغانستان-ایران ګډ نندارتون غونډه کې د اقتصاد سرپرست وزیر وایي، سرپرست حکومت د اقتصادي ودې لپاره ګڼ پروګرامونه په پام کې لري. د نوموړي په خبره، په دغه څلور ورځني نندارتون کې له ۹۴ غرفو ۳۰ هغه یې ایراني سوداګرو ته ځانګړې شوې دي. په نندارتون کې شمېر ګډونوال د کابل او تهران تر منځ د سوداګریزو چارو د لاپراختیا په برخه کې د دغه ډول نندارتونونو جوړېدل مهم ګڼي. په ورته مهال، کابل کې د ایرن سفارت مرستیال، غلام رضا نجاري وایي هېواد یې هڅې کوي څو افغانستان سره سوداګریزې اړیکې لا پراخې کړي. غلام رضا نجاري ډاډ ورکوي چې افغان سوداګرو ته به د ایران ویزې صادرولو په برخه کې هم ستونزې حل شي.








