د ننګرهار ولایت د تورخم سرحدي امریت مسوولین وایي، چې د پاکستان له زندانونو څخه ۲۳تنه افغانان خوشې او د تورخم له لارې هېواد ته راستانه شول. د یادو مسوولینو په وینا؛ دغه کسان هېواد ته د راستنېدو وروسته د مرستو ترلاسه کولو په موخه د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ او د کډوالۍ نړیوال سازمان دفترونو ته ور پېژندل شوي دي.








