د افغانستان او ایرلنډ د کرکټ ملي لوبډلې نن دویمه یو ورځنۍ لوبه کوي. دا لوبه نن د متحده عربي اماراتو په شارجې ښار کې پیلېږي. د افغانستان په کوربهتوب د لوبو په دې لړۍ کې چې د فبروري په ۲۸مه نېټه پیل شوې، یوه ټېسټ، درې یو ورځنۍ او درې شل اووره لوبې شاملې دي. یوازېنۍ ټېسټ لوبه افغانستان په لوی توپیر خپل سیال ایرلنډ ته وبایلله، خو د یو ورځنیو لوبو لومړۍ هغه یې د ۳۵ منډو په توپیر وګټله. د دواړو لوبډلو درېیمه یو ورځنۍ لوبه به روانه اونۍ د سې شنبې په ورځ وي او د شل اووره لوبو لړۍ یې د راروانې جمعې په ورځ د مارچ په پنځلسمه پېلېږي او د مارچ تر ۱۸مې پورې دوام کوي.








