د راپورونو له مخې د ترکمنستان په عشقآباد کې د افغان – ترکمن سوداګريز نندارتون جوړ شوی او د افغان صنعتکارانو توکي پکې نندارې ته وړاندې شوي دي. د ټرینډ خبري اژانس راپور ورکړی، چې د دواړو هېوادونو سوداګر د نندارتون په چوکاټ کې خبرې اترې کوي. د ترکمنستان سوداګرۍ او صنایعو خونې مسوولینو ویلي، چې دغه نندارتون به د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د دوه اړخیزو سوداګریزو او اقتصادي همکاریو د پراختیا، د سوداګریزو راکړو ورکړو د زیاتوالي او له افغان شرکتونو سره د سوداګریزو همکاریو پراختیا ته زمینه برابره کړي. د مالوماتو له مخې د دې نندارتون د پرانستې په مراسمو کې د دواړو هېوادونو د مسوولینو او خصوصي سکتور ترڅنګ د څلوېښت نورو هیوادونو استازو هم ګډون کړی وو.








