د غزني د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسولین وایي، چې د تېرو کلونو په پرتله روان کال دې ولایت ته د بهرنیو سیلانیانو په ورتګ کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی. هغه کسان چې د غزني له لرغونو سیمو یې لیدنه کړې، تاریخې ابدې یې د هېواد ژوندی تاریخ بولي او له حکومت او خلکو غواړي، چې د پخوانیو ابدو په ساتنه کې خپل مسوولیت ادا کړي، تر څو د ګرځندوی صنعت لا وده وکړي. ورته مهال د غزني ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسوولین وايي، چې یو شمېر لرغونې ابدې یې د ړنګېدو له ګواښه ژغورلي دي. دوی وايي، چې د تاریخي ابدو د رغونې برخه کې یې هڅې روانې دي، چې د ګرځندوی صنعت به ورسره وغوړیږي.








