د افغانستان لپاره د امریکا سفارت د افغانانو لپاره د امریکا د نړیوالو زدهکړو د شورا د پروګرام له پرانیستو خبر ورکړی. د امریکا د سفارت شارژدافېرې کرن ډېکر پرون پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، چې د دې پروګرام په پرانیستونکې غونډه کې یې له سلو افغان فارغانو سره یوځای ګډون وکړ. مېرمن ډېکر لیکلي چې افغان فارغان د اړیکو، همکارۍ او مشارکت په لټه کې دي او غږ یې ډېر مهم دی. ډېکر د افغانستان لپاره د امریکا د نړیوالو زدهکړو د شورا د پروګرام د جزییاتو په اړه څه نه دي ویلي، خو ټینګار یې کړی چې امریکا د افغانستان د راتلونکې په جوړولو کې له دې ډلې فارغانو سره مرسته کوي.








