د هلمند ولایت په ناوې ولسوالۍ کې تېره شپه ناوخته د شدیدو اورښتونو له امله د یوې کورنۍ پر غړو د کوټې چت را لوېدلی او څلور تنه پکې مړه شوي دي. د هلمند د اطلاعاتو او کلتور رئیس رسنیو ته ویلي، چې یوې کورنۍ دوه ماشومان، مور او پلار په دې پېښه کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. همداراز نوموړي وویل چې کجکي ولسوالۍ کې د دوهمې امنیتي حوزې اړوند ابدار کلي کې د شدیدو اورښتونو له امله ورته یوې بلې پېښه کې یو کس زخمي شوی او میرمن یې مړه شوې ده. د یاد ولایت ځایي چارواکو ویلي،چې دواړو پېښو ته رسېدنه کړې او اړوندو کورنیو ته یې د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړی دی.








