د افغاني سرې میاشتې ټولنې مسوولینو خبر ورکړی، چې د سوري زړه په ناروغۍ د اخته ماشومانو یوه بله ډله یې هم په پلازمېنه کابل کې دریو خصوصي روغتونونو ته در درملنې په موخه ور وپېژندلې ده. افغاني سرې میاشتې ټولنې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې په کابل کې د ۳ خصوصي روغتونونو او افغاني سرې میاشتې ترمنځ د هوکړې له مخې به ۲۵ ماشومان، چې اوسمهال د سوري زړه له ناروغۍ کړېږي، په دغه روغتونونو کې تر درملنې لاندې ونیول شي. په خبرپاڼه کې همدارنګه ویل شوي، چې د دغو ناروغانو د درملنې او عملیاتو ټول لګښت د افغاني سرې میاشتې له لوري ورکول کېږي. د یادونې وړ ده، چې افغاني سرې میاشتې په تېرو ۱۹ میاشتو کې ۲زره ۸۹۶ ماشومان بېلا بېلو روغتونونو ته د درملنې په موخه ورپېژندلي دي.








