د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال په افغانستان کې د سره صلیب نړيوالې کمېټې له مشرې کاتارینا ریټز سره په لیدنه کې له افغانستان سره د سره صلیب نړیوالې کمیټې مرستې ستایلي او د یادې کمېټې د فعالیتونو پراختیا لپاره یې د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړی. په دې لیدنه کې د سره صلیب نړیوالې کمېټې مشرې د ماین پاکۍ، خوراکي توکو، درملو، اوبو رسونې او روغتیایي خدمتونو د رسونې په برخو کې د خپلو فعالیتونو د دوام ډاډ ورکړی او ویلي یې دي، چې یاده کمېټه د ظرفیت لوړونې او روزنې به برخو کې یو لړ پروژې هم تر لاس لاندې لري.








