د خوړو نړېوال پروګرام وايي، چې په نورستان ولایت کې یې د تېرې اونۍ غره ښوېدنې په پېښه کې له زیامنو څه باندې ۲۰۰ کورنیو سره بیړنۍ مرستې کړې دي. تېره اونۍ نورستان کې د غره ښوېدو پیښې خلکو ځاني او مالي زیانونه اړولي وو. نورستان کې له درنې واورې ورېدو وروسته د غره ښوېدو په پېښه کې له ۲۰ ډیر ولسي وګړي مړه شوي و او د سیمې لسګونه کورنۍ یې زیامنې کړې وې. د خوړو نړېوال پروګرام نن په ایکس پاڼه لیکلي چې د دغې پېښې زیامنو څه باندې ۲۰۰ کورنیو ته یې د خوراکي توکو بېړنۍ مرستې وېشلې دي.








