د بلخ ولایتي چارواکي وايي چې له متحده عربي اماراتو څخه د هوا له لارې د بلخ مزارشریف ښار ته ۱۶ټُنه سوداګریز توکي رالېږدول شوي دي. د مولانا جلالالدین محمد بلخي هوايي ډګر مسوولینو ویلي، دغه سوداګریز توکي د یوې الوتکې په مرسته مزارشریف ته لېږدول شوي. د مولانا جلالالدین محمدبلخي هوايي ډګر د ګمرک مدیر عبدالله مطمین ویلي، یاد سوداګریز توکي چې برېښنايي توکي دي، د «بیات پاور» شرکت اړوند دي او پرون بلخ ته رسېدلې دي. هغه زیاته کړې چې واک ته د سرپرست حکومت له رسېدو وروسته دا لومړی ځل دی چې د مولانا جلالالدین محمدبلخي هوايي ډګر ته د کارګو الوتنه کېږي. د یاد هوايي ډګر مسوولان همداراز زیاتوي، هڅه کوي، څو له دغه هوايي ډګر څخه د هوايي دهلیز له لارې په منظم ډول د توکو د وارداتو او صادراتو د لېږد منظم بهیر پیل کړي.








