د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د افغانستان او لویدیځې اسیا په چارو کې د پاکستان بهرنیو چارو وزارت سکرتر رحیم حیات قریشي د افغانستان لپاره د چین ځانګړي استازي یو شیاویوینګ سره لیدلي دي. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، چې دواړو لورو په دې لیدنه کې د یو سولهییز او باثباته افغانستان لپاره پر خپلې ژمنتیا ټینګار وکړ او د سیمې د ثبات لپاره یې د همغږۍ زیاتوالی اړین وباله. دوی په لیدنه کې د سیمې سولې، ثبات او هوساینې لپاره د افغانستان ګاونډیو هېوادونو ونډه اړینه یاده کړې ده.








