د ایران په پلازمېنه تهران کې د افغانستان سفارت سرپرست فضلمحمد حقاني د ایران د بهرنیو چارو وزارت د کونسلي چارو له رییس مجتبی شصتي کریمي سره لیدلي دي. د افغانستان سفارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، په دې لیدنه کې د کونسلي خدمتونو او په ایران کې د مېشتو افغان کډوالو اړوند موضوعاتو خبرې شوې دي.








