د خصوصي سکټور غړي وايي، چې هېواد کې د باروړونکو موټرو د نوبت په رامنځته کېدو سره خصوصي سکټور په ځانګړي ډول تولیدوونکي له ګڼو ستونزو سره مخ دي. دوی وايي، چې په نوبت کې خصوصي سکټور ته د اړتیا وړ موټرو کمښت، د کرایې زیاتوالی او د توکو نه مصونیت څخه یادونه کوي. دوی د ترانسپورټ له وزارت څخه غوښتنه کوي، چې له دوی سره د دې ستونزې په هواري کې همکاري وکړي. د اوسپنې ویلي کولو فابریکو مسوولین وايي، که یې شته ستونزې هوارې نشي، نو کورني تولیدوونکي به خپل داخلي مارکېټ له لاسه ورکړي. دوی زیاتوي، چې ستونزې یې له مسوولینو سره شریکې کړي او هیله ښيي چې د ترانسپورت یادې ستونزې یې هوارې شي.








